پکتیا کې له ۱۱۴ اړمنو کورنیو سره نغدي، خوراکي او ناخوراکي مرستې وشوې

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۲:۲۷
asdfasf

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت له لوري په پکتیا ولایت کې ۱۱۴ اړمنو کورنیو ته، چې مخکې د ګمارل شوې کمېټې له خوا مستحقې پېژندل شوې وې، د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لارې نغدي، خوراکي او ناخوراکي مرستې ووېشل شوې. په دغو مرستو کې نغدې پیسې، اوړه، وریجې، غوړي، مالګه او نور اړین خوراکي او ناخوراکي توکي شامل دي.