پکتیا کې له یوه صراف له غلا شوې ۱۶ میلیونه کالدارې بېرته خپل مالک ته وسپارل شوې.

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۰:۲۴
asdfa

د پکتیا ولایت د امنیې قومندانۍ پولیسو د کشفي عملیات په ترڅ کې د څلورو وسله‌والو او مسلکي غلو یوه ډله نیولې ده، چې څه موده وړاندې یې د دې ولایت د زرمت ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو صراف تښتولی و، د هغه ۱۶ میلیونه پاکستانۍ کلدارې یې ترې غلا کړې وې او صراف یې د پښې شاوخوا ټپي کړی و.

غلا شوې پیسې له نیول شویو کسانو سره ترلاسه شوې دي او نیول شوي کسان به د دوسیو تر ترتیب او څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.