پکتیا کې شپږ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شول.

moi-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۳ - ۱۰:۵۰
تېره ورځ د پکتیا ولایت د امنیه قومندانۍ اړوند د میرزکي، څمکنیو، جانخېل، سیدکرم او احمدابا ولسوالیو کې پولیسو شپږ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړل.
ترهګرو طالبانو یاد ماینونه په لویو لارو کې د ولسي مرګ ژوبلې لپاره خښ کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو له خوا کشف او شنډ شول.