پکتیا کې د ګډو عملیاتو په ترڅ کې ۳۷ ترهګر طالبان ووژل شول
له تېرې شپې راهیسې د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له هوايي ځواکونو سره یوځای د پکتیا ولایت د ناامنو سیمو په ګډون د یاد ولایت د مرکز ګردېز ښار، احمدابا، زرمت او ډنډ پټان ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ترهګرۍ ضد یو لړ ګډ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګژوبله اړولې ده.
د دې عملیاتو په ترڅ کې ۳۷ ترهګر طالبان وژل شوي او ۶۸ نور ټپيان دي. د وژل شویو او ټپيان شویو ترهګرو له ډلې په احمدابا ولسوالۍ کې ۱۸ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۵ ټپیان دي، په زرمت ولسوالۍ کې ۹ ترهګر وژل شوي او ۳۰ ټپیان شوي او همدارنګه په مرکز ګردېز ښار کې هم ۵ ترهګر طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي.
د یادونې وړ ده، سربېره پر دې چې ترهګرو ته په پکتیا کې درنه مرګژوبله اوښتې، د یادو ترهګرو یو شمېر وسلې او مهمات هم د جګړې په ډګر کې له منځه وړل شوې دي.
کله چې ترهګر طالبان د جګړې په ډګر کې ماته وخوري، نو بیا د خپلو ماتو د پټولو پهپار پر ملکي خلکو بریدونه کوي او له دې لارې غواړي خپلو شومو موخو ته ځان ورسوي، چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه به په کلکه د دوی مخه ډبوي.