پکتیا کې د پولیسو له خوا دوه زره کیلو ګرامه نشه یي توکي وسوځول شول.

پکتیا کې دوه زره کیلو ګرامه نشه یي توکي چې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې، له نشه یي توکو سره د مبارزې د پولیسو له خوا نیول شوي وو؛ وسوځول شول.
د یادولو وړ ده، چې پکتیا کې د تېرو شپږو میاشتو په اوږدو کې د نشه یي توکو د قاچاق په تور ۳۹ کسان او اوه عرادې بېلابېل لېږدونکي وسایط هم د پولیسو له خوا نیول شوي دي.