پکتیا کې د ترهګرو طالبانو د بریدونو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې ۱۱ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېره شپه ترهګرو طالبانو د پکتیا ولایت د احمدابا ولسوالۍ په اړوند سیمو کې پر امنیتي پوستو بریدونو کړي، چې د امنیتي ځواکونو له ځوابیه غبرګون سره مخ شوي او په ترڅ کې یې پینځه ترهګر طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د دې عملیاتو په لړ کې د ترهګرو یو شمېر سپکې او درنې وسلې، ماینونه او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د یادونې وړ ده چې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو طالبانو تر منځ په دې نښته کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.