پکتیا کې دوه تنه د ماین لېږدولو پر مهال نیول شوي

تېره ورځ د پکتیا ولایت د امنیه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې منسوبینو د مرکز په اړوند سیمو کې د یو لړ هدفمندو عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د یو کړۍ ماین د لېږدولو پر مهال نیولي.
یاد کسان هغه مهال د ګردېز له دوغ اباد سیمه ونیول شول، چې غوښتل یې له یوه موټر په استفاده ماین د ترورېستي پېښو د ترسراوي په هدف مرکز ته ولېږدوي.
نیول شویو کسانو خپل جرم منلی دی.