پکتیا ولایت کې ۱۴ کلن ماشوم د تښتونکو له منګلو وژغورل شو

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۲۶
sadfa

د یاد ولایت امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۴ تنه انسان تښتوونکي نیولي چې د نظامي یونیفورم څخه یې په ګټه اخیستنې، یو ۱۴ کلن ماشوم د ګردېز ښار له پیریاغ سیمې څخه تښتولی وو.
تښتول شوی ماشوم د انسان تښتونکو له منګلو خلاص او خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی او د نیول شویو کسانو څخه یو میل کلاشینکوف، دوه پایې مخابرې، ۸ سیټه ټلفونونه او یوه عراده موټرسایکل ترلاسه شوي دي.