پکتیا، خوست او سرپل کې له شپږو ماین چاودنو مخنیوی شوی

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۳ - ۱۰:۱۵
ذ

د پکتیا، خوست او سرپل ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د شپږو کړیو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ په خوازي خېلو کلي کې درې کړۍ، د خوست ولایت د باک ولسوالۍ په سمن خېلو کلي کې دوه کړۍ او د سرپل ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې یو کړۍ ماین د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړي وو؛ چې له چاودنې مخکې د پولیسو لخوا کشف او له منځه یوړل شول.
د دې ماینونو په کشف او شنډ سره پولیسو له ګڼو ملکي مرګ ژوبلو مخنیوی کړی دی.