پکتيا او هلمند کې درې تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونيول شول.

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۴ - ۹:۲۴
ب

د ملي پوليسو ځانګړو ځواکونو په پکتيا او هلمند ولايتونو کې د دوو بېلو عملياتو په ترڅ کې درې تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نيولي دي.
له دې منځه دوه تنه له ګردېز ښار څخه چې د سړک غاړې د ماينونو په ځاى پر ځاى کولو تورن وو او يو بل له لښکرګاه ښار څخه له دوه ميله وسلو او يو شمېر نورو مهماتو او تجهيزاتو سره نيول شوي دي.