پينځه ولایتونه؛ د نشه یي توکو ۵ کارخوني کشف او ۱۸ تنه نیول شوي

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۳ - ۱۷:۲۰
sds

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په څو جلا عملیاتو کې  د نشه یي توکو درې کارخونې په غور او دوه کارخونې په بغلان ولایت کې ترلاسه او سوځول شوي، چې په تړاو یې دوه تنه نیول شوي هم دي.
همدارنګه، ۱۱ کسه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو په هرات، درې تنه په کابل او دوه تنه د یادو توکو د کارونو په تړاو په هرات کې نیول شوي دي. په همدې وخت کې د لغمان ښار له څنډو ۱۸ تنه روږدي راټول او د درملنې لپاره د کابل د روږدو ۴۵۰بستریز روغتون ته لیږدول شوي دي.