پولیسو ۲۸ تنه نیولي او د لرګیو د قاچاق مخنیوی کړی

د کورنیو چارو وزارت جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هېواد په شپږو ولایتونو کې د غلا، انسانتښتونې، ناسمې ګټې اخیستو، اخلاقي فساد، د لاسي بم غورځولو او نورو جنایي جرمونو په تړاو ۲۸ تنه نیولي دي.
له نیول شویو کسانو، نهه تنه په فراه، اوه تنه په سمنګان، پنځه تنه په خوست، څلور تنه په هرات، دوه تنه په نیمروز او یو بل تن د ننګرهار په لایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.
په ورته مهال، د ننګرهار امنیې قومندانۍ امنیتي ځواکونو د یاد ولایت په مربوطاتو کې د ۱۳ خروارو ځنګلي لرګیو د قاچاق مخنیوی کړی دی.