پولیسو ۲۲ تنه د وژنې او وسله والو غلاوو په تړاو نیولي

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۹ - ۱۰:۲۴
ف

ملي پولیسو د هېواد له نهه ولایتونو ۲۲ تنه د وژنې او وسله والو غلاوو په تړاو نیولي دي.
د ننګرهار، تخار، خوست، لغمان او هلمند ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د تېرو دوه ورځو عملیاتو په لړ کې اته تنه د وژنې په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه دوه تنه د جلال اباد ښار د پنځمې او نهمې حوزو له اړوند سیمو، څلور تنه د تخار ولایت د تالقان ښار د دویمې حوزې او ینګي قلعه ولسوالۍ له اړوند سیمو، یو تن د لغمان ولایت له قرغه يي ولسوالۍ او یو تن د خوست ولایت د تڼۍ ولسوالۍ له اړوند سیمو نیول شوي دي.
همداراز په تېرو دوه ورځو کې د هرات، کابل، تخار، سمنګان او هلمند ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو ۱۴ تنه د وسله والو غلاوو او د غیرقانوني وسلو د لېږد په تور نیولي دي.
له دې کسانو څخه څو میله غلا شوې وسلې او مالونه هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.