پولیسو یوولس تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نیولي

کابل کې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې پولیسو، اته تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تور نیولي.
له یادو کسانو څخه یو شمېر نشه يي توکي د چرسو، تریاکو او هیرویینو له ډوله کشف او ضبط شوي دي. پولیسو یاد کسان د کابل ښار له درېیمې، پنځمې، اوومې، دیارلسمې او شمالي دروازې څخه نیولي دي.
د دې ترڅنګ؛ د لوګر ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو شپږ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړل.
یاد نشه يي توکي په یو سراچه ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي وو، چې له کندهاره لوګر ته لېږدول کېدل.
د نشه يي توکو د لېږد په تور درې تنه د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې نیول شوي دي.