پولیسو کابل کې یو کس د نقدو پيسو د غلا په تړاو نیولی

تېره شپه پولیسو د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې په اړوند قلعه موسی سیمه کې یو کس د ۲۰ زره امریکایي ډالرو د غلا په تړاو نیولی دی.
یاد کس یوه کور ته د پيسو د غلا په هدف دننه شوی و، چې د پولیسو د پر وخت اطلاع په ترڅ کې له غلا شویو پيسو سره یو ځای نیول شوی دی.
د دې کس دوسیه د پولیسو تر لا زیاتو څېړنو او ګروېږنو لاندې ده.