پولیسو په کونړ او کندهار کې له څلورو ماین چاودنو مخنیوی کړی

ملي پولیسو په کونړ او کندهار ولایتونو کې د څو جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې له څلورو ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو یاد ماینونه په تازهګۍ سره د کونړ ولایت د اسمار ولسوالۍ پر سړک او همدارنګه د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې ځای پر ځای کړي وو.
د دې ماینونو په کشف او شنډ سره له ګڼو ترورېستي پېښو چې د ملکي مرګ ژوبلې لامل کېدلې، مخنیوی شوی دی.