پولیسو په کابل کې یو کس د نږدې ۲۵ کیلوګرامه هیرویینو د قاچاق په تړاو نیولی

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۱ - ۰:۴۹
6

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل ښار په اړوند سیمو کې د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې یو کس د نږدې ۲۵ کیلوګرامه هیرویینو د قاچاق په تړاو نیولی دی.
یاد کس نشه يي توکي په ځیرک ډول په یو عراده بار وړونکي موټر کې ځای پر ځای کړي وو او له تخار ولایت څخه یې کابل ته قاچاق کړي وو، چې د پولیسو د کشفي اقدام په پایله کې د کابل ښار د اولسمې ناحیې په اړوند خیرخانې کوتل دروازې سیمه کې تر پېژندنې وروسته نیول شوی دی.
د نیول شوي کس نسبتي دوسیه تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې ده.