پولیسو په کابل، میدان وردک او ننګرهار کې له اوو ترورېستي پېښو مخنیوی کړی
![8](/sites/default/files/2021-01/134543835_1903236476480907_2923141069119991957_o_7.jpg)
ملي پولیسو د کابل، میدان وردک او ننګرهار ولایتونو په اړوند سیمو کې د درېیو بېلو کشفي عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د اوو سازماندهي شویو ترورېستي پېښو څخه مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو په تازهګۍ سره د کابل ولایت په بګرامي ولسوالۍ کې یو کړۍ ماین، د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې څلور کړۍ ماینونه او همداراز د میدان وردک ولایت په نرخ ولسوالۍ کې هم له چاودېدونکو توکو ډک د ګازو دوه بالونونه د ملکي مرګ ژوبلې په موخه ځای پر ځای کړي وو.
د یادو ماینونو په کشف او شنډ سره له اوو ترورېستي پېښو چې د خلکو تر منځ د وېرې او وحشت لامل کېدلې، مخنیوی شوی دی.
هېره دې نه وي چې ملي پولیسو د تېرې یوې میاشتې په لړ کې د ترهګرو طالبانو ۱۶۶ کړۍ ماینونو او ۱۲۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یې د ترهګریزو پېښو د طرحې او سازماندهي په موخه ځای پر ځای کړي وو، کشف او شنډ کړي دي.