پولیسو په هرات او فاریاب کې له پنځو خونړیو ترهګریزو پېښو مخنیوی کړی

ملي پولیسو د هرات او فاریاب ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو بېلو کشفي عملیاتو په ترڅ کې د پنځو کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو یاد ماینونه د هرات ولایت په اوبې او زاول ولسوالیو او د اسلام قلعې د لویې لارې پر مسیر او همدارنګه د فاریاب ولایت په قرمقل ولسوالۍ کې د ترورېستي پېښو په موخه ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا پر وخت کشف او شنډ شوي دي.
د سړک غاړې ماینونو ځای پر ځای کول د ترهګرو غیراسلامي او غیرانساني جنایتکاره عمل دی، چې تر ټولو لویه مرګ ژوبله یې ملکي خلکو ته اړولې ده.