پولیسو په نیمروز، بدخشان او ننګرهار کې زیاته اندازه نشه يي توکي کشف او ترلاسه کړل

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۱ - ۱۱:۸
7


له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په نیمروز، بدخشان او ننګرهار ولایتونو کې د نشه يي توکو ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۳۸۰۰ لیتره د نشه يي توکو مرکبات او ۳۹ کیلوګرامه بېلابېل ډوله نشه يي توکي کشف او ضبط کړي دي.
پولیسو د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۳۸۰۰ لیتره د نشه يي توکو مرکبات چې د "ښيښه او کا تابلېت" په جوړولو کې ترې استفاده کېږي، کشف او ترلاسه کړي دي.
همداراز د بدخشان ولایت د خاش ولسوالۍ په درخوان کلي له یوه استوګنیز کور څخه هم د نشه يي توکو ضد ځینو عملیاتو په پایله کې ۲۰ کیلوګرامه چرس کشف او ضبط شوي دي.
بلخوا له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار د نهمې ناحیې په اړوند سیمو کې یو کس د ۱۹ کیلوګرامه تریاکو د قاچاق په تړاو نیولی دی.پولیسو په نیمروز، بدخشان او ننګرهار کې زیاته اندازه نشه يي توکي کشف او ترلاسه کړل
یکشنبه ۱ چنګاښ ۱۳۹۹
له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په نیمروز، بدخشان او ننګرهار ولایتونو کې د نشه يي توکو ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۳۸۰۰ لیتره د نشه يي توکو مرکبات او ۳۹ کیلوګرامه بېلابېل ډوله نشه يي توکي کشف او ضبط کړي دي.
پولیسو د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۳۸۰۰ لیتره د نشه يي توکو مرکبات چې د "ښيښه او کا تابلېت" په جوړولو کې ترې استفاده کېږي، کشف او ترلاسه کړي دي.
همداراز د بدخشان ولایت د خاش ولسوالۍ په درخوان کلي له یوه استوګنیز کور څخه هم د نشه يي توکو ضد ځینو عملیاتو په پایله کې ۲۰ کیلوګرامه چرس کشف او ضبط شوي دي.
بلخوا له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار د نهمې ناحیې په اړوند سیمو کې یو کس د ۱۹ کیلوګرامه تریاکو د قاچاق په تړاو نیولی دی.