پولیسو په لوګر کې د نشه يي توکو دوه لویې زېرمې له منځه یوړې

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۹ - ۱۰:۴۹
7

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړو ځواکونو د هېواد له هوايي ځواکونو سره یو ځای د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ په غوران دره کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې د نشه يي توکو دوه لویې زېرمې کشف او له منځه وړې دي.
په یادو زېرمو کې ۸۰۰۰ کیلوګرامه پروسېس شوي او ناپروسېس شوي چرس زېرمه شوي وو، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې قانون پر بنسټ په سیمه کې له منځه وړل شوي دي.
د دې قضیې په تړاو څوک ندي نیول شوي.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړي ځواکونه د نشه يي توکو د کښت، تولید او پروسېس په برخو کې چې په هېواد کې د ترورېستي ډلو په تېره بیا د طالبانو مالي سرچینه ده، په جدي او ګړندي ډول مبارزه کوي.