پولیسو په فاریاب او تخار کې پینځه تنه د قتل او غلا په تړاو ونیول

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۳ - ۱۴:۴۶
e

د فاریاب او تخار ولایتونو له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو پينځه تنه د وژنې او غلا په تور نیولي دي.
د دې کسانو له منځه؛ د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې درې تنه د قتل او یو کس د څارویو د غلا او همدارنګه د فاریاب ولایت په میمنې ښار کې هم یو کس د قتل په تړاو نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.