پولیسو په دایکندي، لغمان او پنجشېر کې ۹ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول
![1](/sites/default/files/2020-12/128869512_1880053245465897_3769231842087123121_o_0.jpg)
د ملي پولیسو منسوبینو د دایکندي، لغمان او پنجشېر ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په پایله کې نهه تنه د جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د نشه يي توکو د پلور، غلا او لارنیونې په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ د دایکندي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې څلور تنه د غلا، د نشه يي توکو د پلور او لارنیونې؛ د لغمان ولایت د قرغهيي ولسوالۍ په چهارباغ سیمه کې د غلو څلور کسیزه ډله او همدارنګه په پنجشېر ولایت کې هم یو کس د موټرسایکل د غلا په تړاو نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.