پولیسو په بلخ او هرات کې اوه وسله وال حرفوي غله نیولي.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۵ - ۹:۱۹
ل

د بلخ ولایت پولیسو په مزارشریف ښار کې د وسله والو حرفوي غلو یوه څلور کسیزه ډله نیولې ده.
یادو وسله والو غلو له موټرسایکل په ګټنې د مزارشریف ښار په اړوند سیمو کې وسله والې غلاوې سازماندهي کولې، چې تېره ورځ د پولیسو د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.
له دې کسانو څخه دوه میله تفنګچې او دوه عرادې موټرسایکلونه هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
همداراز هرات کې هم پولیسو د وسله والو غلو یوه درې کسیزه ډله نیولې.
یادو غلو له پلاستیکي تفنګچو په استفادې هرات مېشتي ګواښل او د هغوی قیمتي مالونه یې لوټول.
دې کسانو په لومړنیو څېړنو کې د هرات ښار د څلورمې حوزې په اړوند سیمو کې په ۱۰ قضیو کې لاس لرل منلي دي.