پولیسو وردګو کې ۱۴ میله وسلې کشف او ضبط کړې.
له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو ۱۴ میله کلاشینکوفونه چې په یو عراده نقلیه واسطې کې ځای پر ځای شوې وې او غوښتل یې چې له پکتیا څخه یې سمنګان ته ولېږدوي، د میدان وردګو ولایت د بهسودو ولسوالۍ له اړوند سیمو یې نیولي دي.
تراوسه د یادې قضیې په تړاو څوک ندي نیول شوي، خو د پولیسو پلټنې روانې دي.