پولیسو هرات کې ۱۱ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول 

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۰ - ۹:۳۴
9

د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د هرات ښار او ولسوالیو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ تنه د وسله والو غلاو، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې او ساتنې، د لېږدوونکو وسایطو د غلا، د موبایل غلا او د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه یو میل کلاشینکوف، څلور قبضې تفنګچې، یو عراده موټر، درې عرادې موټرسایکلونه، اوه سیټه غلا شوي موبایلونه او ۵۰۰ ګرامه نشه يي توکي د چرسو له ډوله ترلاسه شوي دي.