پولیسو نهه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي
تېره ورځ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په ننګرهار، بدخشان، بلخ او فاریاب ولایتونو کې نهه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
له دې منځه د دوه ښځو په شمول څلور تنه له څه باندې ۴۰ کیلو ګرامه هیرویینو او چرسو سره په جلال اباد ښار کې، دوه تنه له اته کیلو ګرامه هیرویینو سره د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ له "قیله دره" کلي او یو تن له میمنې ښاره نیول شوي دي.
همداراز له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د نشه يي توکو دوه قاچاقبران هم نیولي، چې غوښتل یې نږدې درې کیلو ګرامه هیرویین د مولانا جلال الدین محمد بلخي له هوايي ډګر څخه هندوستان هېواد ته ولېږدوي.