پولیسو له نهه خونړیو پېښو مخنیوی کړی.

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۱ - ۸:۵۰
ن

د خوست، پکتیا، زابل او کابل ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو له نهه ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو د خوست په اسمعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې څلور کړۍ ماینونه، د پکتیا د مرکز ګردېز ښار په باغیشاه سیمه کې دوه کړۍ ماینونه، د زابل د شهرصفا ولسوالۍ په اسحاق زي مانده سیمه کې هم دوه کړۍ ماینونه او د کابل د اتمې ناحیې په اړوند سیمه کې په یوه موټر کې یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړی و، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا کشف او د یادو ولایتونو د امنیه قومندانیو د انجینیرۍ ډلې لخوا شنډ شول.