پولیسو له دوه خونړیو پېښو مخنیوی کړی.

rahimzai_moi
جمعه ۱۳۹۸/۷/۱۲ - ۱۲:۴۰
f

د ننګرهار او میدان وردګو ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو له دوه ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو د جلال اباد ښار د اومې ناحیې او د وردګو د مرکز اړوند په ناصر اباد سیمه کې د ملکي مرګ ژوبلې په هدف دوه کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا کشف او د امنیه قومندانیو د انجینیرۍ ډلې لخوا شنډ شول.