پولیسو له درېیو ماین چاودنې مخنیوی کړی دی

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۵ - ۱۱:۱۷
9

تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ ګډ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې د ترهګرو طالبانو لخوا د ملکي مرګ ژوبلې په هدف دوه کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه کشف او له چاودنې یې مخنیوی کړی دی.
همداراز ځانګړو پولیسو د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز ښار د دویمې ناحیې په اړوند سیمو کې د ترهګرو طالبانو د یو کړۍ ماین له چاودنې مخنیوی کړی دی.
د یادونې ده چې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د بلخ ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو کس له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تور هم نیولی دی.