پولیسو له درېیو ماین چاودنو مخنیوی کړی
د پکتیکا ولایت پولیسو د یوسف خېلو ولسوالۍ په "دشت الله اکبر" سیمه کې د ترهګرو طالبانو د یوه ځای پر ځای شوي ماین له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو ماین د یادې سیمې پر لویه لاره د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړی و، چې له چاودنې مخکې د پولیسو لخوا کشف او له منځه یوړل شو.
همداراز د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو سره یو ځای د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار د اوومې حوزې له اړوند سیمو دوه نښلېدونکي ماینونه کشف او ترلاسه کړي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې قضیې په تړاو دوه تنه نیول شوي دي.