پولیسو له درېیو ماین چاودنو مخنیوی کړی

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۳ - ۱۳:۱
5

نن د نیمروز ولایت پولیسو د زرنج – دلارام پر لاره د ترهګرو طالبانو لخوا د دوه کرل شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو یاد دوه کړۍ بشکه يي ماینونه پر دې لارې د عامو خلکو د نښه کولو په هدف ځای پر ځای کړي وو.
همداراز د خوست ولایت پولیسو هم د خوست پوهنتون په اړوند سیمو کې یو کړۍ ماین کشف او له منځه وړی دی.