پولیسو له دريو ولايتونو څخه ١٥ تنه ونيول شول
پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې په تخار، غزني او ننګرهار کې ۱۵ تنه د غلا، ځورونو، له کوره د تېښتې او اخلاقي فساد په تړاو نیولي دي.
له ډلې یې، تخار کې شپږ تنه د ځورونو او پنځه تنه د اخلاقي فساد په تړاو، یو غل او دوه تنه له کوره د تېښتې په تړاو په غزني او یو بل د غلا په تړاو په ننګرهار کې نیول شوی دی.