پولیسو شپږ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور ونیول.
تېره ورځ د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو په جلال اباد ښار، بهسودو او خوګیانیو ولسوالیو کې پنځه تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نیولي دي.
په یادو کسانو کې دوه تنه د وژنې په تور د خوګیانیو ولسوالۍ له اړوند سیمو نیول شوي دي.
د دې ترڅنګ؛ خوست کې هم یو تن د نشه يي توکو د پلور په تړاو له ۲۳ پوړیو چرسو سره یوځای نیول شوی دی.