پولیسو د پکتیا په احمد اباد ولسوالۍ کې د نشه یي توکو یوه کارخونه کشف او سوځولې

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۱:۹
dsfafd

د پکتیا امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو د احمد اباد ولسوالۍ په زرګل سیمه کې د یو پلټونکي عملیات پایله کې د نشه یي توکو د پروسس یوه کارخونه موندلې او له ټولو وسایلو سره یې له منځه وړې ده.
پولیسو په دې تړاو درې تنه نیولي چې د لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له یادې کارخونې ۵۰۳ کیلو ګرامه خام چرس، ۶۱۹ کیلو ګرامه د بنګو دانې، د نشه یي توکو د جوړولو وسایل او یو پیکپ موټر ترلاسه کړی دی.