پولیسو د ترهګرو طالبانو یو شمېر نظامي تجهیزات او جنګي تسلېحات کشف او ضبط کړل

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۱ - ۱۳:۵۵
غ

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په کابل، هلمند او لوګر ولایتونو کې د درېیو بېلو عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو یو شمېر وسلې او نظامي تجهیزات کشف او ترلاسه کړي دي.
یاد عملیات د کابل په سروبي ولسوالۍ، د هلمند په نادعلي ولسوالۍ او د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.