پولیسو د بېلابېلو درنو چاودنو مخه نیولې.

د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې د ملي پولیسو له خوا دوه کړۍ ماینونه کشف او شنډ شول. ترهګرو یاد ماینونه د ترهګریزو پېښو د ترسره کولو په موخه ځای پر ځای کړي وو، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو له خوا کشف او شنډ شول.
د دې ترڅنګ، پولیسو تخار کې هم چاودېدونکي توکي چې په بوشکو کې یې ځای پر ځای کړي وو، کشف او شنډ کړل. ترهګرو یاد چاودېدونکي توکي د تخار – بدخشان په عمومي لاره د کلفګان ولسوالۍ په اړوند شش قلبه سیمه کې ځای پر ځای کړي وو، چې له چاودولو مخکې پولیسو کشف او شنډ کړل.