پولیسو دوه کسان د وژنې په تور نیولي.

د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو یو کس د وژنې په تور نیولی دی.
یاد کس په علیشېرو ولسوالۍ کې د یو کس د وژنې په قضیه کې تورن دی، چې د دې ولسوالۍ د منسوبینو لخوا نیول شوی دی.
همداراز د لغمان ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو هم د دې ولایت په علینګار ولسوالۍ کې یو کس د وژنې په تور نیولی دی.