پولیسو دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ او ترهګریزو فعالیتونو په تړاو نیولي

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۸/۹/۹ - ۱۳:۲۶
i

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په هرات او کندهار ولایتونو کې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ او ترهګریزو فعالیتونو په تړاو نیولي دي.
ځانګړو ځواکونو د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ په بوریاباب سیمه کې یو تن له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو له یو کړۍ لاسي بم سره یو ځای نیولی.
همداراز همدې ځواکونو د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې هم د یو لړ هدفمندو عملیاتو په پایله کې یو تن د ترهګریزو فعالیتونو د ترسراوي په تړاو نیولی دی.