پولیسو دوه تنه د ترهګریزو کړنو او نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۲ - ۱۴:۵۰
h

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له لغمان او ننګرهار ولایتونو څخه دوه تنه په ترهګریزو کړنو کې په لاس لرلو او د نشه يي توکو د پلور په تور نیولي.
نن د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لغمان ولایت د قرغه يي ولسوالۍ له اړوند سیمو یو کس له ترهګرو طالبانو سره د لاس لرلو په تور له یو میل وسلې سره نیولی.
همداراز تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت د پُل بهسود له اړوند سیمو یو کس له یو عراده بې اسناده واسطې سره چې غوښتل یې نشه يي توکي قاچاق کړي، نیولی دی.