پولیسو خوست کې له ملکي مرګ ژوبلې مخنیوی کړی

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۳۰ - ۹:۳۴
2

تېره ورځ ملي پولیسو د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې له یوې ماین چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د زنیخېلو پر عمومي سړک د ملکي مرګ ژوبلې او مسافر وړونکو موټرو د نښه کولو په هدف یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړی و، چې له چاودنې مخکې د پولیسو لخوا کشف او له منځه یوړل شو.