په ۹ ولایتونو کې؛ ۲۳ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو نیولي
د کورنیو چارو وزارت نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې پولیسو د هیواد په نهو ولایتونو خوست، ارزګان، کندز، نیمروز، بلخ، پروان، میدان وردګ، سرپل او کاپیسا کې ۲۳ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو نیولي او د پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه څه باندې ۱۵ کیلو ګرامه چرس، شپږ کیلو ګرام تریاک، نشه يي ټابیلټ او یو څه اندازه شیشه هم ترلاسه شوي دي.