په ۹ ولایتونو کې؛ نیږدې ۶۰۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه

moi-af
شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۳ - ۸:۵۹
xdcfv

په ۹ ولایتونو کې؛
نیږدې ۶۰۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه
د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د بیلابیلو عملیاتو په ترڅ کې، نیږدې ۶۰۰ جریبه ځمکه د هیواد په ۹ ولایتونو کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړه.
له دې ډلې، ۱۸۲ جریبه ځمکه د تخار ولایت په روستاق ولسوالی کې، ۱۸۰ جریبه د کنړ ولایت په ناړی، غازي آباد، شیګل، تیروه او ماټوګی ولسوالیو کې، ۱۳۵ جریبه د ننګرهار په اچین او نازیانو کې، ۲۳ جریبه په بغلان کې، ۲۰ جریبه په هرات کې،۱۵ جریبه د فاریاب په بلچراغ ولسوالی کې، ۷ جریبه د غور په پساوند کې او ۳ جریبه د لغمان په علینګار کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې.
دغه راز، د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۱۰۰ ګونه جریبه ځمکه د کاپیسا په تګاب او نجراب ولسوالیو کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.