په ۹ولایتونو کې؛ سلګونه جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه او ۱۱ تنه نیول شوي

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۲۳۵ جریبه کوکنار په بدخشان ولایت، ۶ جریبه په بامیان ولایت او همداراز په کابل، غزني، او پکتیا ولایتونو کې که د کوکنارو کروندې اړولي دي.
دغه راز؛ یادو پولیسو د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو درې تنه په لغمان، درې په هرات، دوه تنه په تخار، دوه تنه په بامیان او یو تن له ۲۵ کیلو نشه یي توکو سره په پروان ولایت کې نیولی دی.