په ۷ ولایتونو کې د جنايي جرمونو په تړاو ۲۵ تنه ونیول شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۹
asdfaf

د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بېلابېلو جلا عملیاتو په ترڅ کې، ۲۵ تنه د غلا، اخلاقي فساد او د وسلو ناقانونه لېږد په تړاو په ۷ ولایتونو کې نیولي دي.

د معلوماتو له مخې؛ ۸ تنه د غلا په تړاو په نیمروز، ۳ تنه د وسلو ناقانونه لېږد او ۲ تنه غله په هرات، ۳ غله په سرپل، ۲ تنه غله په غور، ۲ تنه د اخلاقي فساد په تړاو په جوزجان، ۳ تنه د غلا په تړاو په هلمند او ۲ تنه نور د غلا په تړاو په ارزګان ولایت کې نیول شوي دي.