په ۷ ولایتونو کې؛ ۱۳ تنه نیول شوي او یوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۳/۳ - ۱۴:۲۹
شسیبشس

د هېواد امنیتي ځواکونو په تېرو وروستیو څلرویشتو ساعتونو کې ۱۳ تنه د غلا، د غیر قانوني اسلحې د انتقال او د وژنو په تړاو په کندوز، نیمروز، پکتیا، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې نیولي دي.
له منځه یې، اته تنه د غلا او او د غیر قانوني اسلحې د لېږد او ساتنې په تړاو په کندوز، یو تن د وژنې په تړاو په بلخ او څلور تنه نور د غلا په تور په پکتیا، نیمروز او ننګرهار ولایتونو کې نیول شوي دي.
په ورته وخت کې، له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو یوه اندازه اسلحې او مهمات په هلمند او دوه میله د کلاشینکوف اسلحه د پنجشیر ولایت اړوند په خینج ولسوالۍ کې کشف او نیولي دي.