په ۷ ولایتونو کې؛ د کوکنارو کروندې له منځه وړل شوې او ۵ تنه نیول شوي دي.
پولیسو د کوکنارو اړولو کمپاین په دوام څه باندې ۲۰۰ جریبه نشه یي کروندې د بلخ ولایت په چمتال او چهاربولک ولسوالیو، ۱۳۰ جریبه په لغمان او ۶ جریبه په زابل کې له منځه وړي او د بدخشان ولايت په تګاب ولسوالۍ کې یې د کوکنارو کښتونه اړولي دي.
دغه راز پوليسو په جوزجان ولايت کې د شرابو د پلور او توليد په تړاو درې تنه نیولي او په هرات کې یې د نشه يي توکو يو پلورونکی نيولی دی.
دغه راز سرحدي پوليسو يو تن چې ٦١٧ ګرامه نشه يي توکي یې په خپلو بوټونو کې ځاى پر ځاى کړي وو او غوښتل يې د ورېښمو د بندر له لارې یې له هېواد بهر وليږدوي نیولی دی.