په ۶ ولایتونو کې د جنايي جرمونو په تړاو ۱۶ تنه ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې پولیسو په څو جلا عملیاتو کې، په شپږو ولایتونو کې ۱۶ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
په دغو عملیاتو کې، ۹ تنه د جوزجان ولایت په آقچه ولسوالۍ کې د قمار کولو پر مهال، ۳ تنه غله په هرات، ۲ تنه غله د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ او یو بل تن د غلا په تړاو په ننګرهار ولایت کې ونیول شو.
همدارنګه د دایکندي ولایت په پاټو ولسوالۍ کې یو تن د تاریخي اثارو د غیرقانوني کیندنو په تړاو د پولیسو له لوري نیول شوی دی.
بل خوا، د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې پولیسو په تېره یوه میاشت کې ۱۰ سیټه غلا شوي موبایلونه کشف کړي او بېرته یې خپلو اصلي مالکانو ته وسپارل.