په ۶ ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۱۵ تنه نیول شوي
د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په بېلابېلو عملیاتو کې په غزني، زابل، میدان وردګ، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې ۱۵ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي دي.
د معلوماتو له مخې، په غزني کې دوه تنه د دوو موټرسایکلونو او نغدو پیسو د غلا، په زابل کې دوه تنه د ۳۴ زره او ۵۰۰ افغانیو او دوو مبایلونو د غلا، دوه تنه د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د غلاوو په تړاو او په کونړ کې یو تن د یو کس دوو موټرو د سوځولو په تړاو نیول شوي دي.
همداراز، د ننګرهار د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مسؤلینو د جلالاباد ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند سراچې سیمه کې د جعلي شاتو د تولید یوه کارخونه کشف او په تړاو یې اته تنه نیولي دي. بلخوا، د کندز د امنیې قوماندانۍ د برېښنایي جرمونو آمریت منسوبینو په تېرو ۲۰ ورځو کې ۲۹ غلا شوي ځیرک مبایلونه موندلي او خپلو اصلي مالکانو ته یې سپارلي دي.