په ۵ ولایتونو کې ۱۶ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې شرطې د هیواد ۵ ولایتونو کې د څو جلا جلا اقداماتو په پایله کې، ۱۶ تنه د غلا او کیسه برۍ (جیب وهلو) په تړاو نیولي دي.
له ډلې یې، ۵ تنه د وسایطو د غلا په تړاو په فراه، ۴ تنه د بېټریو د غلا په تړاو په پکتیکا، ۳ تنه د لمریزې برېښنا (سولر) او د څارویو د غلا په تړاو د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې، ۳ تنه د کیسه برۍ په تړاو د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان او یو بل تن د استوګنې د کورونو د مالونو د غلا په تړاو په تخار ولایت کې نیول شوی دی.